Join us on Friday, April 10 in San Francisco for ALC's 54th Anniversary Gala!

خپل حقونه وپیژنئ: اجرایوي فرمان فدرالي پروګرامونو ته لاسرسی ګواښوي

March 31, 2025

په مارچ 1، 2025،، ولسمشر ټرمپ د 14224 اجرایوي فرمان صادر کړ چې انګلیسي یې د متحده ایالاتو رسمي ژبه اعلان کړه او د 13166 هغه اجرایوي فرمان یې لغوه کړ، چې د ولسمشر کلنټن لخوا په 2000 کې صادر شوی و او هغو کسانو لپاره یې خدمتونو ته لاسرسی ښه کړی و چې محدود انګلیسي مهارت لري.

د ژبې حقونه په اوږدمهاله فدرالي او ایالتي فرمانونو کې ژورې ریښې لري، کوم چې زمونږ د انفرادي او ډله ایزې روغتیا، خوندیتوب او هوساینې ساتلو، او همدارنګه د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دي چې ټولې ټولنې، د دې په پام کې نیولو پرته چې مونږ کومه ژبه کاروو، وکولی شي په یو مخ پر ودې ټولنه کې برخه واخلي او ونډه ولري. که څه هم دا موجوده فدرالي او ایالتي قوانین د ټرمپ د اجرایوي فرمان لخوا بدل شوي ندي، مګر دا فرمان د ټولو لپاره د ژبې معنی لرونکي لاسرسي په لور د دوو لسیزو څخه ډیر پرمختګ ګواښوي.

د آسیا د قانون کاکس (Asian Law Caucus)، د کالیفورنیا کلیوالې حقوقي مرستې، شرکت
 (California Rural Legal Assistance, Inc.) (CRLA)، او د لاس انجلس د حقوقي مرستې بنسټ
 (Legal Aid Foundation of Los Angeles) (LAFLA) دا FAQ (په مکرره توګه پوښتل کیدونکې پوښتنې) رامنځته کړی ترڅو د ټولنې ډلو او ایالتي او محلي چارواکو سره د ټرمپ د اجرایوي فرمان 14224 د حد او اغیزې په پوهیدو کې مرسته وکړي. مونږ به د دې تحلیلولوسره سم چې فدرالي ادارې دې فرمان ته څه ډول ځواب وایي د دې پاڼې تازه کولو ته دوام ورکړو.

دا FAQ یوازې عمومي لارښوونې چمتو کوي او باید د قانوني مشورې په توګه تعبیر نشي. پدې سند کې معلومات ښایي د وخت په تیریدو سره بدلون ومومي. که ستاسو سازمان قانوني مرستې ته اړتیا لري، یا که تاسو د دې موضوعاتو په اړه نورې پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ:

په مکرر ډول پوښتل کیدونکې پوښتنې

14224 اجرایوي فرمان

د انګلیسي په اړه د متحده ایالاتو د رسمي ژبې په توګه اجرایوي فرمان 14224 څه کوي؟

دا فرمان انګلیسي د متحده ایالاتو د رسمي ژبې په توګه اعلانوي. دا فرمان اجرایوي فرمان 13166 هم لغوه کوي، چې په 2000 کې د ولسمشر کلنټن لخوا لاسلیک شوی و.

د کلنټن د 13166 اجرایوي فرمان له مخې فدرالي ادارې اړ وې چې داسې پلانونه جوړ او پلي کړي چې هغو اشخاصو ته چې د انګلیسي محدود مهارت لري اجازه ورکوي په معنی ډول په فدرالي توګه ترسره شوو پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسی ولري. د کلنټن فرمان فدرالي ادارې پدې هم اړ کړې وې چې د هغو ادارو لپاره د ژبې د لاسرسي لارښود خپور کړي چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي، ترڅو د ټولو لپاره معنی لرونکی لاسرسی ډاډمن کړي.

د ټرمپ اجرایوي فرمان 14224 له لوی څارنوال څخه غواړي چې د EO 13166 لاندې صادر شوي د پالیسۍ د لارښوونې کوم اسناد بیرته واخلي او "تازه شوې لارښوونې" چمتو کړي،" مګر هغو فدرالي ادارو یا سازمانونو لپاره چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي اړین نه ګرځوي چې د ژبې هغه موجوده ملاتړ ودروي چې دوی یې ښایي هغو خلکو ته چمتو کوي چې د انګلیسي پرته نورې ژبې کاروي. اجرایوي فرمان وايي چې "په دې فرمان کې هیڅ شی ... د کومې ادارې لخوا چمتو شوي خدمتونو کې کوم بدلون ته اړتیا نلري یا یې امر نه کوي" او دا چې ادارې "اړ نه دي چې د انګلیسي پرته په نورو ژبو کې چمتو شوي یا وړاندې شوي اسناد، محصولات، یا نور خدمتونه تعدیل کړي، لرې کړي، یا یې په بل ډول ودروي."

مګر، دا به ولیدل شي چې ایا فدرالي ادارې، په خپل اختیار سره، د ژبې د ملاتړ هغه مقدار بدلوي یا کموي چې دوې یې د انګلیسي محدود مهارت لرونکو اشخاصو لپاره چمتو کوي، یا د ژبې لاسرسي "تازه شوی" لارښود صادروي ​​چې د پخواني لارښود څخه د پام وړ توپیر لري.

د متحده ایالاتو د رسمي ژبې په توګه د انګلیسي نومول کیدل څه اغیزه لري؟

متحده ایالات د 350 څخه زیاتو ژبو کور دی، چې له 69 ملیون څخه ډیر خلک پرې خبرې کوي. هره ورځ، ښوونځي، روغتیایي ادارې، محکمې، او نورې دولتي ادارې په ټولو کچو کې په بیلابیلو ژبو کې سرچینې او خدمتونو چمتو کوي. زمونږ انفرادي او ډله ایز روغتیا، خوندیتوب، او هوساینه د دې ډاډ ترلاسه کولو پورې اړه لري چې زمونږ ټولو ټولنو سره مؤثره او معنی لرونکې اړیکه او لپاره یې د ژبې لاسرسی شتون لري.

د ټرمپ د اجرایوي فرمان 14224 سره سره، او حتی د اجرایوي فرمان 13166 پرته، د ژبې لاسرسی د قانون له مخې اړین دی. اجرایوي فرمانونه نشي کولی موجوده قوانین یا مقررات لغوه کړي.

سربیره پردې، په متحده ایالاتو کې هر کس – پرته له دې چې له کوم ځای څخه راځي، د دوی د انګلیسي ژبې مهارت څومره دی، یا د دوی د کډوالۍ حالت څه دی – د ملي اصل پر بنسټ د تبعیض په وړاندې خوندي دی، په شمول د ژبې. فدرالي او ایالتي قوانین د کڼو او د اوریدلو ستونزه لرونکو ټولنو لپاره د اشارې ژبې تفسیر ته اړتیا لري.

مونږ باید، د اړتیا په صورت کې، په ګډه د ژبې د لاسرسي دغو موجوده قوانینو او مقرراتو لاندې خپل حقونه وڅارو او پلي یې کړو.

د دې نوي اجرایوي فرمان سره سره، د قوانینو او مقرراتو ځینې مثالونه کوم دي چې ژبې ته لاسرسی اړین ګرځوي؟

د 1964 کال د مدني حقونو قانون VI سرلیک د فدرالي تمویل ترلاسه کونکي د "ملي اصل" پر بنسټ د تبعیض کولو څخه منع کوي، په کوم کې چې سترې محکمې دمخه د ژبې پر بنسټ تبعیض شاملولو لپاره تشریح کړې. د سرلیک VI مقررات هغه شرایط هم په ګوته کوي چیرې چې د ژبې خدمتونه باید چمتو شي.

د 1973 کال د بیارغونې قانون 504 برخه او د معلولیت لرونکو امریکایانو قانون (ADA) د نورو اسانتیاوو سربیره، د کڼو او د اوریدلو ستونزه لرونکو اشخاصو لپاره د اشارې د ژبې ژباړونکي خدمتونو اړین ګرځوي.

نور فدرالي حکمونه چې په ځینو شرایطو کې د ژبې لاسرسی اړین ګرځوي عبارت دي له، مګر ور پورې محدود ندي:

د ایالت د تبعیض ضد قوانین او د ژبې د لاسرسي اړتیاوې ښایي په ځآیي او ایالتي ادارو کې پلي شي، د ځینو خدمتونو چمتو کونکو په شمول.

د لسیزو راهیسې، فدرالي ادارو د ژبې لاسرسي پلانونه او پالیسۍ هم رامنځته کړې چې په فدرالي قانون او د اساسي قانون خوندیتوبونو کې ریښې لري چې لاهم نافذ دي.

د ټرمپ فرمان پر فدرالي تمویل ترلاسه کونکو، لکه ځایي محکمې، ښوونځي او روغتونونو، څنګه اغیز کوي؟

د فدرالي تمویل ترلاسه کونکو کې کیدی شي شامل وي، د مثال په توګه، ایالتونه او ښاروالۍ، ایالتي محکمې، روغتونونه او د ډاکټر دفترونه، هغه ایالتي او ځایي ادارې چې عامه ګټې اداره کوي، او عامه ښوونځي. د فدرالي تمویل ټول ترلاسه کونکي باید د موجوده قانون تعقیبولو ته دوام ورکړي او د ژبې لاسرسی چمتو کړي. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، ډیری داسې قوانین او مقررات شتون لري چې د ژبې لاسرسي ته دوام ورکوي، د لیکلې ژباړې، شفاهي او د اشارو د ژبې ژباړې، او د هغو خبرتیاو په شمول چې د ټولنې غړو ته د ژبې ملاتړ ته د لاسرسي په اړه مشوره ورکوي. اجرایوي فرمانونه نشي کولی په سمه توګه موجوده قوانین لغوه یا بدل کړي.

په داسې حال کې چې مونږ څارنه کوو چې فدرالي ادارې دې بدلون ته څنګه ځواب ورکوي، ځایي او ایالتي حکومتونه او ادارې چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي – په شمول د ښوونځیو ناحیو او روغتونونه – کولی شي بیلا بیلو ژبو خدمتونو ته د دوی دوامداره ژمنې تاییدولو سره د خلکو لپاره د ثبات او خوندیتوب سرچینې په توګه کار وکړي. د فدرالي فنډ ځینې ترلاسه کونکي، لکه د هاوایي ایالت قضایي قوې، د ژبې معنی لرونکي لاسرسي ډاډمن کولو لپاره خپله ژمنه دمخه بیا تایید کړې ده.

ایا خلک لاهم د هغو ایالتي ادارو او سازمانونو څخه چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي د دوی په اصلي ژبه کې د ژباړونکي یا لیکلي اسنادو غوښتنه کولی شي؟

هو! په ډیری مواردو کې، هرڅوک لاهم قانوني حق لري چې د هغو پروګرامونو او خدمتونو څخه د ژبې مرستې ترلاسه کړي چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي. پدې کې د هغو کارمندانو سره اړیکه نیول چې د دوې ژبه شریکوي، د وړ شفاهي ژباړونکو سره کار کول، او/یا ژباړل شوي اسناد ترلاسه کول شامل دي. د I Speak Cards په څیر سرچینې هم کولی شي د ټولنې غړو سره د دوې د اصلي ژبې په پیژندلو او د ژبې د مرستې خدمتونو غوښتنه کولو کې مرسته وکړي.

که چیرې یو فرد ته د یوه ایالتي اداره یا سازمان چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي د ژبې لاسرسي رد کړي نو هغه باید څه وکړي؟

که چیرې یو فرد هڅه کوي د هغې یوې ایالتي ادارې یا سازمان لخوا چمتو شوي خدمتونو ته لاسرسی ومومي چې فدرالي تمویل ترلاسه کوي او د دوې ورته په اصلي ژبه کې د شفاهي ژباړونکي یا ژباړل شوو اسنادو چمتو کولو څخه انکار وکړي، نو هغوې باید د قانوني خدمتونو چمتو کونکي څخه مرسته وغواړي.